روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۱

په غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د قطر په منځګړتوب غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل.حماس د اسراییلیو میرمنو، ماشومانو او د تایلینډي فارم کارګرانو په ګډون ۲۴یرغمل خوشي کړل.

د قطر په منځګړتوب غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل.

حماس د اسراییلیو میرمنو، ماشومانو او د تایلینډي فارم کارګرانو په ګډون ۲۴یرغمل خوشي کړل.

قطر ویلي، د ۱۳ اسراییلیانو په بدل کې ۳۹ فلسطینۍ ښځې او ماشومان د اسراییل له زندانونو خوشي شوي دي.

سور صلیب نړیواله کمیټه وايي، د حماس له خوا یرغمل شوي کسان د دوی په همکارۍ له غزې بهر لیږدول شوي او د رفح په پوله کې مصري چارواکو ته سپارل شوي دي.‌

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، قطر چې د اوربند منځګړتوب یې کړی وایي چې ۱۳ اسراییلیان خوشي شوي، چې ځینې یې دوه ګونی تابعیت لري، لس تایلنډیان او یو فیلیپینی وکړی هم په دې کسانو کې شامل دی.

د منځني ختیځ لپاره د سور صلیب سیمه ییز مشر فابریزیو کاربوني وویل: “هغه ژور درد چې د کورنۍ غړو د خپلو عزیزانو څخه د جلاکیدو له امله لیدل د بیانولو وړ نه دي. موږ خوشحاله یو چې ځینې به له اوږده کړاو وروسته بیا سره یوځای شي.”

اسرائیلو د یرغمل شوو اسرائیليانو نومونه خپاره کړي، چې په کې څلور ماشومان او د هغوی د کورنۍ څلور غړي او پنځه نورې د پوخ عمر میرمنې شاملې دي.

د اسرائیلي‌ پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي‌ چې د خوشي شوو یرغمل کسانو لومړنۍ طبي ارزونې د دوی په خاوره کې شوې. دوی به د اسراییلروغتونونو ته د تګ په وخت کې د دفاعي ځکوانو د سرتیرو له خوا بدرګه او هلته به له خپلو کورنیو سره یوځای شي.”

لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه ثبت شوي ویډیویي پیغام کې ویلي: “موږ د خپلو یرغمل شویو د لومړۍ ډلې د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ کړ، ماشومان، د هغوی میندې او نورې ښځې. هر یو په خپل ذات کې یوه نړۍ ده، خو زه دا ټینګار کوم چې موږ دې ته ژمن یو چې خپل ټول یرغمل بیرته راستانه کړو.”

د اسراییلاو حماس تر منځ د څلور ورځني اوربند له مخې باید ۵۰ تنه یرغمل شوېښځې او ماشومان خوشي شي، چې په بدل کې به یې د اسراییل په زندانونو کې د زرګونو بندیانو له ډلې ۱۵۰ فلسطینۍښځې او ماشومان خوشي شی. اسراييل وايي، که د ورځې ۱۰ نور يرغمل خوشي شي، ښايي اوربند وغځول شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x