روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۱
: 1

د طالبانو د بندیزونو دوام: په هرات کې د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل شول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل. په دغه ولایت کې د یوې سیمه ییزې خبریالې د راپور له مخې، طالبانو یوه اونۍ مخکې د ښځینه و د جامو ګنډلو مرکزونو ته خبرداری ورکړی و چې خپلې چارې بندې کړي.

په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل.
په دغه ولایت کې د یوې سیمه ییزې خبریالې د راپور له مخې، طالبانو یوه اونۍ مخکې د ښځینه و د جامو ګنډلو مرکزونو ته خبرداری ورکړی و چې خپلې چارې بندې کړي.

د سرچینې په خبره، طالبانو دغه کارځایونه ځکه بند کړي چې کار ځای د ښځو دی او د ښځینه جامو ګنډونکي بیا نارینه و.
اخوا د یو بل خبر له مخې، د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د خدیجه الکبرا سوداګریز مرکز هم تېره ورځ د مالیې نه ورکړې له امله وتړل شو.
په دغه ولایت کې متشبثو مېرمنو له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، درې ورځې وړاندې طالبانو دغه مارکېټ ته د ننوتو دوه اصلي دروازې تړلې وې، خو د (چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په لومړۍ نیټه) يې په بشپړه توګه د ښځينه هټيوالو د ورتګ مخه ونيوله.
سره له دې چې څو ورځې مخکې په دغه مارکیټ کې ښځینه هټیوالو د بازارونو له نشتوالي شکایت درلود خو اوسمهال د دغه مارکېټ يو شمېر ښځينه پلورونکي وایي چې د ماليې ورکړه په دوی پورې اړه نه لري، او بايد د مارکېټ د خاوندانو له لوري ورکړل شي.
یوې هټیوالې میرمنې له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل، دوی څو ځلې د مارکېټ مدیر ته وویل چې د مالیاتو ستونزه حل کړي خو د دوی خبرو ته یې پام ونه کړ.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال په مرغومې میاشت کې د مزارشریف له ښاره ټولې ښځینه سوداګرې راټولې کړې او د نور خدیجه الکبرا بازار په نوم د ښځو بازار ته یې واستولې.
دغه مارکېټ چې تر ۲۰۰ ډېرې هټۍ لري تیرکال د طالبانو له خوا تر پرانېستل کیدو وروسته ښځو په کې د سینګار کولو د وسایلو د پلورلو، د خیاطۍ، سیمسارۍ، غالۍ اوبدلو، اخلي پخلي او نورو بېلابېلو برخو کې فعالیتونه کول.
تېره اونۍ بیا په کابل ښار کې د ښځینه تولیداتو له پاره اوه ورځنی نندارتون جوړ شو چې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه په کې ښځینه متشبثینو برخه اخیستې وه.
طالبانو له دغه نندارتون څخه د لېدنې پر مهال ټینګار وکړ چې د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا مخه به نه نیسي، خو په مزار شریف ښار کې د خدیجه کبرا د سوداګریز مرکز تړل کیدو ته په کتو سره داسې ښکاري چې طالبان د ښځو اړوند موضوعګانو کې په خپلو خبرو ژمن نه دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د کار و بارونو کچه په بې سارې ډول کمه شوې او د ښځو د کار کولو د ازادۍ حق ترې اخیستل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x