روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۶

د طالبانو برېښنا شرکت: نن به د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې برېښنا پرچاوه وي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د برېښنا شرکت له قوله د هیواد په څوارلسو ولایتونو کې د ډیرې پرچاوۍ خبر ورکړ. د طالبانو برېښنا شرکت ویلي چې په ازبکستان کې د برېښنا د تاسیساتو د اساسي ترمیم او جوړولو کار پیل شوی چې له همدې امله به نن د نورو ورځو په پرتله برېښنا ډیره پرچاوه وي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د برېښنا شرکت له قوله د هیواد په څوارلسو ولایتونو کې د ډیرې پرچاوۍ خبر ورکړ.
د طالبانو برېښنا شرکت ویلي چې په ازبکستان کې د برېښنا د تاسیساتو د اساسي ترمیم او جوړولو کار پیل شوی چې له همدې امله به نن د نورو ورځو په پرتله برېښنا ډیره پرچاوه وي.

د بیان له مخې، د نن ورځې د برېښنا ډیره پرچاوي به په بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پلازمینې کابل په ګډون د ډیر شمیر ولایتونو اوسیدونکي د برېښنا له ډیرو پرچاویو شکایت کوي او وایي چې هم د هوا په ډیرې سړیدو سره او هم په ډیرې ګرمیدو سره پرچاوۍ زیاتیږي.
دوی نیوکه کوي، چې حکومتونو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د ستونزې د حل پر ځای یوازې پر وارداتي برېښنا بسنه کوي، چې ټول زیان یې ولس، پانګه وال او صنعتکاران پرې کوي.
د کابل ښار د اوسیدونکو په خبره، د برېښنا کمښت او نادرکي چې د ژوند ډېرې اړتياوې يې ورسره تړلي دي، د دوی ورځینی ژوند اغېزمن کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x