روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۳۰
: 2

اسټرالیایي رسنۍ: راشد خان په ملا کې د ستونزې له امله بېګ باش لوبو څخه بهر شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسټرالیا رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو څخه په ملا کې د ستونزې له امله د سږکال راروانو سیالیو څخه بهر شوی.

د اسټرالیا رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو څخه په ملا کې د ستونزې له امله د سږکال راروانو سیالیو څخه بهر شوی.

پنځه ویشت کلن راشد خان چې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د اډیلېډ سټرایکرز لوبډلې غړی پاتې شوی و، په ملا کې د یوه کوچني عملیات له امله په سږنې بېګ باش لوبو کې نه لوبېږي.
د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې په سږني لیګ کې د راشد خان نه لوبېدل تایید کړي دي.
د سټرایکرز کرېکټ عمومي مدیر ټیم نېلسن وايي:« راشد د سټرایکرانو یو محبوب غړی او د مینه‌والو د خوښې وړ دی، چې له اوو کلونو راهیسې زموږ سره دی؛ نو د خان په نشتون کې به دا دوبۍ بې خونده وي.»
راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې د سترایکرز لوبډلې له پاره په بېګ باش سیالیو کې لوبې پیل کړې او ۱۷.۵۱ په اوسط یې ۹۸ ویکټې اخیستې دي.
اسټرالیا د روان کال په جنورۍ میاشت کې له افغانستان سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ په افغانستان کې ښونځیو ته د نجونو تګ د مخنیوي په غبرګون کې لغوه کړې، هغه مهال نوین الحق او راشد د اسټرالیا د یادې پرېکړې په غبرګون کې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې خپل ګډون هم لغوه کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x