روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۶

د تورخم په دروازه بې وېزو موټر چلونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تورخم ګمرک مرستیال نجیب ارجمن رسنیو ته وویل چې دا مهال په تورخم کې هغو بار وړونکو لاریو ته یې د تګ راتګ اجازه ورکړې چې له چلونکو سره ويزې نه وې.دا مهال دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي لارۍ روانې دي.

د تورخم ګمرک مرستیال نجیب ارجمن رسنیو ته وویل چې دا مهال په تورخم کې هغو بار وړونکو لاریو ته یې د تګ راتګ اجازه ورکړې چې له چلونکو سره ويزې نه وې.

دا مهال دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي لارۍ روانې دي.

هغه وویل دغه کار يې د پاکستان مرکزي حکومت او سرحدي ځواکونو له اجازې وروسته کړی او دا مهال يې د ګمرک چارې روانې دي چې دواړو خواوو ته د مالونو ډکې سلګونه ایسارې لارۍ په تورخم دروازه واوښتلې.
ارجمن زیاته کړه، دا نه ده معلومه چې په کومو شرطونو له ویزو پرته افغان او پاکستانيو چلونکو ته په دې دروازه د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
د پاکستان سرحدي ځواکونو او نورو حکومتي ادارو، افغان او پاکستانيو موټر چلونکو ته د پاسپورټ او ویزې لرلو له پاره د نومبر تر ۲۱مې نیټې وخت ورکړې و، چې له دغې نیټې وروسته به افغان موټرچلوونکي د پاکستان په ویزه او پاکستاني موټر چلوونکي به د افغانستان په ویزه تګ راتګ کوي.
په تورخم کې د ټرانسپورټ اتحادیې یوه مشر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې دوی د تورخم له سرحدي چارواکو سره له بریالیو خبرو اترو وروسته دغه ستونزه هواره کړه خو دا لا څرګنده نه ده چې دا ستونزه د لنډې مودې له پاره هواره شوې که د تل له پاره.
تېره ورځ د نومبر په ۲۱ نیټه له سهاره تر ماښامه پورې د تورخم دواړو غاړو ته له مالونو ډکې په سلګونه لارۍ ولاړې وې چې له اجازې وروسته اوس دواړو غاړو ته روانې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x