روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۵

د بشري حقونو څار سازمان: چین د دغه هېواد په شمالي سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چین د نېنګشیا او ګانسو په سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي. د دغه راپور له مخې، بیجېنګ دغه ګام د «چیني کولو» په موخه اخیستی دی

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چین د نېنګشیا او ګانسو په سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي.

د دغه راپور له مخې، بیجېنګ دغه ګام د «چیني کولو» په موخه اخیستی دی.

نېنګشیا او ګانسو له سېن‌کیانګه وروسته هغه سیمې دي، چې ډېر مسلمانان په کې ژوند کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر بنسټ، چین په یو شمېر جوماتونو کې یو لړ بدلونونه هم راوستي چې د هغو د ځینو برخو ویجاړول هم په کې راځي.
په راپور کې راغلي، چې چین په نېنګشیا او ګانسو سیمو کې د جوماتونو شمېر د پام وړ کم کړی دی.
چین له ډېرې مودې راهیسې مذهبي او قومی لږکۍ تر ډېره تر خپل څار لاندې ساتي.

د چین ولسمشر شي جېن‌پېنګ په ۲۰۱۶ کال کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونود «چیني کولو » خبره وکړه، چې له هغه وروسته په جوماتونو کې هم یو لړ بدلونونه زیات شول.
بیجېنگ په کال ۲۰۱۸ کې هم یوه تګلاره رامنځته کړه، چې له مخې یې حکومتي چارواکي باید «د اسلامي ځایونو د جوړولو او هلته تر سره کېدونکې کړنې تر سخت څار لاندې راولي» او «دغه اصل ته چې جوړوونې کمې او ویجاړول یې زیات شي باید ژمن پاتې شي.»
د بشري حقونو څار سازمان د چین د نېنګشیای په دوو سیمو کې د جوماتونو وضعیت د سپوږمګۍ له لارې کتلی دی.

د دغه سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د ۷ جوماتونو منارونه او ګونبزې لرې کړای شوي او په همدې موده کې درې نور جوماتونه هم ویجاړ کړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکي اټکل کوي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نېنګشیا کې شاوخوا ۱۳۰۰ جوماتونه تړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان چارواکي وايي، چې په تېر کال کې د ویجاړ شویو او تړل شویو جوماتونو شمېر د دوی په لاس کې نه شته؛ خو د دولتي راپورونو له مخې دغه شمېر تر سلګونو رسېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x