روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د طالبانو د یوه استازي د کوربه‌توب په اړه د ترکي له اسلامي اتحادیې څخه وضاحت غوښتی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فِزر د دغه هېواد په «کولن» ښار کې د ترکي له اسلامي اتحادیې څخه غوښتي چې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې مشر عبدالباري عمر له خوا د دې اتحادیې د کوربه‌توب په اړه معلومات ورکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فِزر د دغه هېواد په «کولن» ښار کې د ترکي له اسلامي اتحادیې څخه غوښتي چې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې مشر عبدالباري عمر له خوا د دې اتحادیې د کوربه‌توب په اړه معلومات ورکړي.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، نانسي فِزر د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۹مه په کولن کې د طالبانو د استازي حضور غندلی او هغه یې د نه منلو وړ بللی دی.

فیزر زیاته کړې: «څنګه کېدای شي چې د اتحادیې مرکز د دې موخې لپاره وکارول شي؟»

هغې ټینګار کړی چې په جرمني کې باید د «افراطي اسلامپالو» د فعالیت زمینه برابره نه شي.

د یادونې وړ ده چې عبدالباري عمر تېره ورځ د جرمني په کولن ښار کې د ترکي د اسلامي ټولنې د مرکز اړوند په یوه جومات کې وینا کړې ده.

تر دې مخکې د ترکي اسلامي ټولنې په یوه بیان کې ویلي وو چې دوی یوازې د طالبانو دغه استازي ته د لمانځه اجازه ورکړې وه، خو ځینو افغانانو له دې فرصته ګټه پورته کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې مشر څو ورځې وړاندې د درملو په اړه په يوه غونډه کې د ګډون په موخه هالنډ ته تللی ړ او بيا يې يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته هم سفر کړی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x