روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۲

کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د پوهنې او اقتصاد له وزیرانو سره د «ښوونیزو او مرستندویه فعالیتونو» په اړه خبرې کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف سره جلا جلا لیدنې کړي دي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف سره جلا جلا لیدنې کړي دي.

دغه سفارت د دوشنبې په ورځ، د لړم میاشتې په ۲۹ پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د دغه هېواد سفیر د طالبانو د پوهنې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د «ښوونیزو فعالیتونو» په اړه خبرې کړي دي.

خو په کابل کې د ترکیې سفارت د دې ناستې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

یاد سفارت زیاته کړې چې جنګ اونال د طالبانو د اقتصاد له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د «نیکي ریل ګاډي اتم کاروان د چمتووالي چې د هرات د زلزله ځپلو او له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته به بشري مرستې رسوي او د ښوونیزو فعالیتونو» په اړه خبرې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د ترکي چارواکو لیدنې زیاتې شوي دي.

که څه هم انقره د نورو ډېرو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x