روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۸

د بشري حقونو څاروونکي: طالب مشران باید د ښځو د جنسي ځورونې د جرمونو په اړه ځواب ورکوونکي اوسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بشري حقونو د څار اداره وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې زده‌کړو ته د نه لاس‌رسي څخه نیولې تر «څارنې او ځورونې» سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې زده‌کړو ته د نه لاس‌رسي څخه نیولې تر «څارنې او ځورونې» سره مخ دي.

دغه بنسټ د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۹مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ټینګار کړی چې د افغان ښځو د «جنسي ځورونې» په اړه طالب مشران باید حساب او ځواب ورکري.

د يادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د پیل راهيسې تر هرڅه ډېر د هېواد پر ښځو د بنديزونو په اړه سپارښتنې او فرمانونه صادر کړي دي.

دغو فرمانونو په افغانستان کې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي او له عامه ډګر څخه يې لرې کړي دي.

که څه هم دغه بندیزونه په تېرو دوو کلونو کې له سختو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبانو ملګري ملتونه او لوېدیځ بنسټونه د دوی پر ضد په «پروپاګند» تورن کړي او وايي چې په افغانستان کې «اسلامي قوانین»  پلي کوي او هر ډول مخالفت یې د اسلام پر ضد ګڼل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x