روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۰

په ننګرهار ولایت کې ناموسي وژنه؛ یوه کس خپله اينګور وژلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند تریلي سیمه کې یوه کس خپله اینګور د “نامشروع اړیکې” په تور ووژله او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند تریلي سیمه کې یوه کس خپله اینګور د “نامشروع اړیکې” په تور ووژله او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د ننګرهار له پاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د لړم په ٢٧مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې، د ګوجر په نوم یوه کس خپله اینګور له یوه بل سړي سره د “نامشروع اړیکو” په تور په ډزو وژلې ده.

د طالبانو سیمه ییزه اداره د دې پېښې په تړاو وايي؛ د وژل شوې میرمنې خسر هغه کس هم ټپي کړی چې ویل کیږي له دغې ښځې سره یې اړیکې درلودې.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې مجرم د خپل ورور په مرسته له سیمې تښتېدلی، خو مسولانو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x