روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۲

د روغتیا نړۍوال سازمان: له پاکستانه ایستل شويو کډوالو کې ۴۸ سلنه ښځې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روغتیا نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې له پاکستانه افغانستان ته په راستانه شویو کې ډېری کسان ښځې او ماشومان دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې له پاکستانه افغانستان ته په راستانه شویو کې ډېری کسان ښځې او ماشومان دي.

دغه سازمان د يک‌شنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۸مه له پاکستانه د ایستل شويو کډوالو د وضعيت په اړه په خپل دویم راپور کې ویلي چې د دغو کډوالو شاوخوا ۲۴ سلنه يې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو ۶۰ سلنه یې ماشومان او تنکي ځوانان دي چې عمرونه یې تر ۱۷ کلونو کم دي.

د دغه راپور له مخې له پاکستانه افغانستان ته د دننه شویو ټولو وګړو ۴۸ سلنه ښځې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې چې د نوامبر له ۱۱مې راهیسې د تورخم او سپین بولدک له لارې ټولټال ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال هېواد ته دننه شوي دي.

له پاکستانه افغانستان ته تللي کډوالو ډېری برخه د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.

د دغه راپور له مخې، له ننګرهار وروسته تر ټولو ډېر دغه کډوال د کندهار، کونړ، کندوز او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې دغه سازمان او همکارانو یې د نوامبر تر ۱۴مې پورې ۵۱ زره او ۴۹۴ راستنیدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، هغه کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته دننه شوي، د دوی د پېژندګلوۍ له امله د تورخم او سپین بولدک په سرحدي سیمو کې خپلو اصلي سیمو ته تر ستنېدو مخکې په موقتي پناه ځایونو کې ساتل کېږي.

دغه سازمان زیاته کړې، څومره چې د ژمي موسم رانژدې کېږي، دغه کسان به نور هم زیانمن شي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې د دغه هېواد حکومت په پېښور کې هم د «ناقانونه» کډوالو د نيولو او شړلو لړۍ پيل کړې ده.

ایکسپریس ټریبیون د یکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۸مه خبر ورکړی چې د نیول شویو کسانو د ساتلو لپاره د پېښور په «ناصر باغ» سیمه کې یو ځانګړی کمپ جوړ شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x