روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۹

له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د تورخم په پنډغالي کې د ثبت او راجستر پروسې له پڅوالي سر ټکوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته څېرمه له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شویو کډوالو ته په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې راستانه شوي افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري د ثبت او راجستر پروسه پڅه او له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته څېرمه له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شویو کډوالو ته په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې راستانه شوي افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري د ثبت او راجستر پروسه پڅه او له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

راستانه شوي وايي، یوازې د ثبت او راجستر پروسې لپاره په شپو شپو انتظار باسي، چې په خبره یې د دوی له پرلپسې شکایتونو او غوښتنو بیا هم طالب چارواکو د یادې ستونزې حل ته پام نه دی کړی.

له پاکستانه راستون شوی افغان سیداجان وایي، چې په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې د نورو بېلابېلو ستونزو ترڅنګ د طالبانو له لوري د ثبت او راجستر پروسه د کاري ډلو د کموالي له امله تر وروستي بریده پڅه ده، چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي وویل: « څلورمه شپه ده، چې دې کیمپ ته راغلي یو او د ثبت او راجستر لپاره په کتار کې ولاړ یو، په دې یخه او سړه هوا کې شپه او ورځ ولاړ یو، خو د طالبانو له خوا د ثبت او راجستر پروسه ډېره ورو ده.»

راستنې شوې کورنۍ د طالبانو له مرکزي او ولایتي چارواکو غوښتنه کوي، چې ژر دې د ثبت او راجستر پروسه چټکه کړي، ترڅو د دوی قانوني مراحل خلاص او خپلو دایمي مېشت ځایونو ته ستانه شي.

د راستنو شویو له ډلې اشرف خان وویل: «دلته دې کیمپ کې زیاتره خلک سرپناه نه لري، خوړ کې شپې سبا کوي، طالبان باید د ثبت او راجستر پروسه تېزه کړي او خلکو ته دې خپل کومکونه ورکړي، چې خپلو منطقو ته لاړ شي، ځکه دلته د زنانه و او ماشومانو په شمول ټول خلک ناروغان شوي.»

بل لور ته ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي په پنډغالي کې د مېشتو راستنو شویو افغانانو ستونزې مني، خو وايي چې د ستونزو د حل لپاره یې په ولایتي او مرکزي کچه د جوړو شویو کمېټو له لوري ځانګړې طرحه جوړه شوې، چې له مخې به یې د کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي ویاند قاضي ملا عادل وايي: « تورخم کې د ننګرهار والي په مشرۍ ځانګړې طرحه جوړه شوې، چې پر مټ به یې د کډوالو د ثبت او راجستر پروسه چټکه شي او د یادې پروسې له بشړاوي وروسته پر وخت خپلو دایمي استوګنځایونو ته لاړ شي.»

ننګرهار کې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پیل کړې، یوازې په تورخم دروازې نږدې ۵۵ زره افغان کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

طالب چارواکي وايي، له راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د کډوالۍ د نړۍ وال سازمان (IOM) له لوري ۱۰۹۰۰ افغانۍ نغدي او همدا راز بې وزله کورنیو ته د لارې ترانسپورټي کرایه هم ورکړل شوې، چې دغه لړۍ لاهم دوام لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x