روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۵
: 2

له حقیقي جنت څخه ترمفسرینو جنت پورې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : آیا دوی د هغو کسانو په څیر دي چې په اور کې پاتې کیږي او په تودو اوبوکې تغذیه کیږي. چې د دوی دننه ټوټې کوي؟ دا ټول مثالونه دي خو حقیقت د تصور څخه بهر دی. خدای پاک د سجدې په ۱۷ آیت کې فرمایې: « فلا تعلم نقس ما اخفی لهم من قرة اعین جزاء بما کانو یعملون» نو هیڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوی لپاره پت کړی شوي دي. د سترګو د رڼا سرچینه ده لپاره د بدلې د هغو عملونه چې دوی به کول.

 

د جنت په اړه د خبریکولو څخه ډیرښکلی بل څه نشته هغه کلمه چې د هغه په ویلو سره موږ چې د ځمکې په اور کې ژوند کوو احساس د آرامۍ او رڼآ کوو.

ډیر مفسرین د جنت د نعمتونو او دنیاوي خووندونوپه هکله خپل نظر له مخې هغه نعمتونه او خووندونه داسې تفسیروي.لکه خرما، انګور، انا، یخ اوبه چینې ، دشیدو ویلې ، شاد، شراب ، جنتي فرښتې ، باکره نجونې له لویو تیو (سینې )  خو قرآن  دغه سطحي او محدود نظرونه ته سمون ورکړی. خدا(ج) فرمایې: هرهغه څه چې د جنت د نعمتونو په هلکه بیان شوي دي د تمثیل په اړه  ده.  نه په بشپړه توګه حقیقت خدا (ج) په سوره محمد په ۱۵ آیت کې فرمایې : « مثل جنته التی وعد المتقون فیها انهرمن ما غیراسن و انهر من لبن لم یتغیر طعمه وانهر من خمرولده للشربین وانهرمن عسل مصفی ولهم فیها من الثمرات و مغفره من ربهم کمن هو خاد فی النارو سقو ماء حمیما فقطع امعاء هم » ژباړه«  د جنت مثال چې پرهیزګارانو سره شوي ده.چې به هغه کې د نه بدلیدونکي اوبو او ویالې  دي او د شیدو ویالې دي چې خوند یې نه دي . راستون شوي او د شرابو جریانونه دي. چې د څښاک لپاره خوندور دي. د پاکو شاتو نهرونه او د جنت خلکو ته هلته هرډول میوې ورکول کیږي. او د دوی لپاره د خدای (ج) له خوا بخښنه ده .

آیا دوی د هغو کسانو په څیر دي چې په اور کې پاتې کیږي او په تودو اوبوکې تغذیه کیږي. چې د دوی دننه ټوټې کوي؟ دا ټول مثالونه دي خو حقیقت د تصور څخه بهر دی. خدای پاک د سجدې په ۱۷ آیت کې فرمایې: « فلا تعلم نقس ما اخفی لهم من قرة اعین جزاء بما کانو یعملون» نو هیڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوی لپاره پت کړی شوي دي. د سترګو د رڼا سرچینه ده لپاره د بدلې د هغو عملونه چې دوی به کول.

رسول الله (ص) وفرمایل : په جنت کې داسې څه شته چې نه چا په سترګو لیدلي نه غواږونو اوریدلي او نه کوم انسان فکر کړی دي. د دې مبارک حدیث له مخې دا مسله یو غیب دي. د مثال په توګه د دوزخ اور یوه پټه موضوع ده. په د اورکې زقم ونه ده د دوزخ په ژورو کې وده کوي. چې یوې ونې څخه راوځي او اوبه په کې وي؟ د آخرت د نعمتونو او عذابونو حقیقت یو له  غیبو شیانو څخه دي. د دې نعمتونو  او د عذابونو په جزییاتو کې غور کول د نړۍ له  نظره ړورته کتل ګډوډي او لنډ نظر دی. موږ هغه چاته وایو چې جنت د خپل تناسلي غړو پر بنسټ تصور کوي: په جنت کې زیږون ، حمل ، ولادت ، تناسل او مقعد نشته ځکه چې هلته فاضله مواد نشته د خدای (ج) دا مخلوقات له لومړیو تخلیق څخه توپیر لري. چې موږ اوس په کې یو په ټوله کې په جنت کې هیڅ ناروغي شتون نه لري او ټول له دې عافت نه خوندي به اوسې. او جنت د سولې د آرامۍ کور دي الله ج د جنتو په هلکه فرمايې : وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ او مونږ به وباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، په داسې حال كې چې وروڼه به وي، په تختونو به یو بل ته مخامخ ناست وي . په بل ځای کې داسي فرمایې : وَلَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ وَلَا یَنْظُرُ اِلَیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ خدای ج به دوی سره خبرې نه کوي او د قیامت په ورځ به دو ته نه ګورې.

دا هغه لوی محرومیت او عذاب دی چې لوی ګنهکاران به په هغه ورځ پوشي. موږ خدا (ج څنګه وینو؟ آیا دا زموږ په سترګو کې چې دوه حلقې دي او یوازې زاوې او اندازې ویني … خدای په زاویو او اندازه کولو خوښ دی. آیا موږ خدای په خپلو سترګو وینو یا زموږ زړونه یا زموږ روح؟

دا هغه رازونه دي چې یوازې په مناسب وخت کې به ښکاره شي.

د الله ج سره ملاقات خوښي تر ټولو غوره او وروستۍ خوښي ده.

دا یو نا څرګنده خبره ده.چې اوس یې د پوهیدو توان نه لرو .

جنت او دوزخ غیب دی او د دې دواړو په اړه څه وویل شوي دي د تشبه او استدلال لپاره دي. د هغو بیلګو په منځ کې چې خدای د نورو مخلوقاتو د بدلونونو په اړه ورکړي، نو هیڅ څوک نه پوهیږي چې له دوی څخه څه پټ دي د خدای په وړاندی نو دا به د هغه څه بدله چې دوی یې کول . موږ سلفي مفسرینو په څیر دا نه وایو چې جنت د نجونو په ویده کیدل او د میوې خوړل او د کنوارې له منځه وړل دي.

بې له شکه  هغه قرآن په بشپړ او جامع ډول نه دی لوستی او نه یې کرښي لیدلې او نه یې د فکر کولو هڅه کړې ده. آخرت په حقیقت کې خدای ته د هجرت دوام دي. خدای فرمایې :چی ای انسانه ، ته بې له شکه د خپل رب سره د ملاقات په لاره کې ډیر کوښښ کوې. نو تاسو به ورسره ووینی یا ستاسو د هڅو پایله ته ګوری. د دې خبرې معنا ده چې هجرت دوام لري.

 

 

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x