روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۴۵

په نیمروز کې د طالبانو استیناف څارنوالۍ په دفتر کې اورلګېدنې ستر مالي زیانونه اړولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  نیمروز سیمه‌ییزې سرچینې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ په ودانۍ کې د اورلګېدنې خبر ورکوي.

نیمروز سیمه‌ییزې سرچینې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ په ودانۍ کې د اورلګېدنې خبر ورکوي.

دا اورلګېدنه د سې‌شنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۶مه پیل شوې او تر یو ساعت زیات یې دوام کړی.

سرچینې له مطبوعات سره په خبرو کې تاییدوي چې د اورلګېدنې په پایله کې د دغه دفتر د ودانۍ یو پوړ/منزل په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

که څه هم د نيمروز د استيناف څارنوالۍ په ودانۍ کې د اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم؛ خو طالبان ادعا کوي چې دغه اور د برېښنا د شارټۍ له امله لګېدلی دی.

د طالبانو تر مدیریت لاندې په دفترونو کې د اور لګېدنې پېښې کومه نوې خبره نه ده.

د خپاره شويو راپورونو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې په غور کې د طالبانو دوه پوځي اډې په شکمن ډول سوځول شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x