روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۱
: 1

امنه محمد او د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د افغانستان او غزې پر حالاتو خبرې وکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي حسین ابراهیم طاهه سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي حسین ابراهیم طاهه سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

امنه محمد د سې‌شنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۶مه پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي چې دوی د افغانستان او غزې پر وضعیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دوی د افغانستان او غزې د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنه محمد د تېر هجري لمريز کال په وروستيو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر کړى و.

نوموړې کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي وو، اړتیا ده چې طالبان له ۱۳مې پېړۍ څخه ۲۱مې  ته ولېږدول شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي وو چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ریاست‌الوزرا مرستیال په ګډون یې د دې ډلې له څلورو وزیرانو سره هم ورته څرګندونې کړې وې.

هغه مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټینګار کړی و چې طالبان باید د «نړۍوالې کورنۍ» د اصولو سره سم د هر ډول دریځ څخه کار واخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x