روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۴

سیاسي لویدیځ – دلویدیځ سیاست

پایگاه خبری تحلیلی روایت : لویدیځ تمدن ، سیاسي لویدیځ. لویدیځ تمدن هغه دي چې د فلسفې یو اصل دي دلویانواو ویاړمنو خلکو ویاړلي کارنامی لري ټاتوبی دی او هم د «پوهې » او«صنعت» « تکنالوژي» «د بشر حقونه، دیموکراسي» دا ټول ارزښمن لاسته راړنې دي. خو زموږ موخه سیاسي لویدیځ دی په اصل کې ټول لوی لویدیځ قدرتونه او د هغوي بهرني سیاست چې له نورو سره د« ټکر او استعمار » جنبه لري له یوې خوا موږ سره د یو ښوونکي په څیر د لارښود چلند کوي له بله خوا له موږ سره دښمنانه سیاست چلوي او موږ بله لاره نه لرو یوازی دا چې خپل حق او آزادۍ غږ جک کړو او د اسراییل او فلسطین په هکله باید وویل شي چې د اسراییل تیری پر فلسطین هیڅ شک نه لري.

څوکاله مخکې یو کتاب په نوم د « نوښت ، تحریم ، تفسیر » چې لیکوونکي نصر حامد ابوزید چې یو قران پوه او متفکر مصري وه ما ولوست.

د دې کتاب  په یوه برخه کې لیکوال څخه پوښتنه او ځواب راغلي. په یوه پوښتنه کې پوښتنه کوونکی د ابوزید نظر د لویدیځ په اړه پوښتی. څنګه چې هغه کړکیجن حالت د اسراییل او فلسطین تر مینځ دي. ابوزید داسي بیانوي لویدیځ په اړه نظراچول ډیردقت غواړي په هغه کې  دروغ اوغلول نه وي.

له د وجه باید کوښښ وکړو چې دوه لویدیځو توپیر وکړو:

لویدیځ تمدن ، سیاسي لویدیځ. لویدیځ تمدن هغه دي چې د فلسفې یو اصل دي دلویانواو ویاړمنو خلکو ویاړلي کارنامی لري ټاتوبی دی او هم د «پوهې » او«صنعت» « تکنالوژي» «د بشر حقونه، دیموکراسي» دا ټول ارزښمن لاسته راړنې دي. خو زموږ موخه سیاسي لویدیځ دی په اصل کې ټول لوی لویدیځ قدرتونه او د هغوي بهرني سیاست چې له نورو سره د« ټکر او استعمار » جنبه لري له یوې خوا موږ سره د یو ښوونکي په څیر د لارښود چلند کوي له بله خوا له موږ سره دښمنانه سیاست چلوي او موږ بله لاره نه لرو یوازی دا چې خپل حق او آزادۍ غږ جک کړو او د اسراییل او فلسطین په هکله باید وویل شي چې د اسراییل تیری پر فلسطین هیڅ شک نه لري.

په د ورځوکې بیا دوینوډک ټپ بیا تازه شوي دي بیا د ډیرو خلکو کور وران شوی لوګي او اور په هرځای کې لیدل کیږي او ډیرخلک د خاورو لاندی دي چې د هغوی آوازونه ترآسمانو رسیږي اوځینې خلک د اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوی اسلام نه یې خلکو ته غلطه پیژندنه ورکړې. که په نورو هیوادونو کې د یو مسلمان له خوا د چا نوک مات شي نو د هغه څخه ټوله نړۍ خبریږي حتی هغه څوک چې په ځنګلونو کې ژوند کوي او پنځه قاره هم نه پیژني له دې پیښې څخه به خبر شي خو اوس د یو مسلمان غږ هیڅ څوک نه اوري لویدیځ ملکونه خپل سترګۍ پټې کړي اوداټولو مسایلو څخه یې بی خبره اچولی اوپاملرنه کوي.

حفظ شیرزاي: څومره خه بیان په خپل شعر کې چې پښتو ژباړه به دلته راوړو

د شعرژباړه:

ولی پرخپل وخت ټول وايې چې زه د ملګری یم خو کله چې وخت د ملګرتیا ورسیږي خپل شا اړوی. نو هغه ملګرتیا سه شوه؟

چا چې د مهربانې دعوا درلوده چې اوس وخت ورسید نو مهرباني څه شوه؟

همدارنګه ځینې خلک چې د اسلام څخه ناوړه ګته اخلي او اسلام خلکو ته ډیر سخت دین ښودي نو پرځای چې د اسلام او د پیغمبرانو تک لاره خپل کړي نولاس په دې کارونو وهي. سیاسي لویدیځ ته  د خلک درد هیڅ کوم ارزښت نلري پرځای د خلکو حقونه هغوي ته ورسوي، دیموکراسي رامنځ ته کړي د ښځو حقونه هغوي ته ورکړي چې دا ټول مسایل یې په سمه ټوګه نه دی ترسره کړي حتی چې رسنیو ته هم وویلي چې زموږ په ګټه باید ووسي. په داسې حال کې چې رسنې د خلکو غږ دي. چې ولس ته داسي ښکاره کوي چې ظالم کس ډیر مظلوم دي.

دافراطي اسلام څخه د لویدیځ سیاست ناوړه دي. د لویدیځ سیاست داسي ناوړه چلند کوي چې افراطي اسلام وده وکړي او دهغوي د منځ څخه افراطي خلک راپورته شي.لویدیځ کولي شي خپل سیاست ته بدلون ورکړې چې داکار نه کوي.

له د دې لپاره چې لویدیځ سیاست رسوا شي او له منځه لارشي نو دا هیوادونه پوهانو ته اړتیا لري د یو ایراني ډیره ښه وینا ده «نړۍ باید د ژوند ځای وي نه اوردګاه»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x