روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۳۷
: 1

دوامداره بې روزګاري؛ د کندز کارګران د شپې وږي وېده کېږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندز کې یو شمېر کارګران د بې روزګارۍ له زیاتوالي شکایت کوي. هغوی وايي، په ورځو ورځو د واټونو پر غاړو په کار پسې ګرځي، خو کار نشته. ډیری کارګران چې د خپلو کورنیو یوازیني ګټیالي دي، ادعا کوي چې ډیری ورځې کار نه شي پیدا کولای او د شپې له خپلو ماشومانو سره وږي ويدېږي. دغه کارګران ټینګار کوي چې د کار او پانګونې د فرصتونو نشتوالی له هیواده په ډله ییزه توګه د خلکو د کډوالېدو او د کادرونو د تېښتې لامل شوی دی. د هغوی په وینا، د کار په لټون وتلي لسګونه ځوانان د هېواد په پولو کې د کبانو او د انسان د قاچاق کوونکو ښکار شوي دي. د کندز ولايت کارګران له طالبانو غواړي، چې په دغه ولايت کې  له واسطه بازۍ ډډه وکړي او د خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

په کندز کې یو شمېر کارګران د بې روزګارۍ له زیاتوالي شکایت کوي. هغوی وايي، په ورځو ورځو د واټونو پر غاړو په کار پسې ګرځي، خو کار نشته. ډیری کارګران چې د خپلو کورنیو یوازیني ګټیالي دي، ادعا کوي چې ډیری ورځې کار نه شي پیدا کولای او د شپې له خپلو ماشومانو سره وږي ويدېږي. دغه کارګران ټینګار کوي چې د کار او پانګونې د فرصتونو نشتوالی له هیواده په ډله ییزه توګه د خلکو د کډوالېدو او د کادرونو د تېښتې لامل شوی دی. د هغوی په وینا، د کار په لټون وتلي لسګونه ځوانان د هېواد په پولو کې د کبانو او د انسان د قاچاق کوونکو ښکار شوي دي. د کندز ولايت کارګران له طالبانو غواړي، چې په دغه ولايت کې  له واسطه بازۍ ډډه وکړي او د خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

کندز د افغانستان له کرنيزو او حاصلخيزو ولايتونو ګڼل کېږي. ډېری خلک دغه ولایت د ډېرو کرنیزو محصولاتو د لرلو له امله د افغانستان د کندو په نوم یادوي، خو اوس یې لسګونه لوستي ځوانان او د واټونو د غاړو کارګران وږې ويدېږي. د دغه ولايت يو شمېر کارګران د کاري فرصتونو له نشتوالي او دوامدارې بې روزګارۍ شکايت کوي. هغوی وايي، د ورځې د ښار په واټونو او چوکونو کې په کار پسې ګرځي، خو په پای کې په وچو شونډو او وږې ګېډې سره خپلو کورونو ته ستنېږي او کله ناکله د خپلو ماشومانو د لیدو مخ نه لري اود ښار په رسټورانټونو کې ويدېږي.

د کندز يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې بېکاري د دې لامل شوې، چې لسګونه لوستي ځوانان د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ورځنۍ کارګرۍ ته مخه کړي، خو دا کار  هم نه پیدا کیږي.

شیرین اغا یو له هغو لوستو کسانو دی چې په لسو کلونو کې یې له خپل مسلک سره سم کار نه دی موندلی. هغه ادعا کوي: « نهه کاله وړاندې مې خپلې زده کړې بشپړې کړې او لس کاله کیږي چې د چوک پر سر کارګري کوم. د امام صاحب، دشت ارچي او خان ​​اباد ټول خلک چوک ته راغلي دي».

شيرين اغا وايي، چې په اوونۍ کې يوه يا دوه ورځې کار پيدا کوي، خو د اوونۍ پاتې برخه وزګار وي. هغه زیاتوي: «زما د ټولګیوالو په ګډون ډېر ځوانان د کارګرۍ لپاره د کندز چوک ته راځي، څو خپلو ماشومانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي، خو کار نه پیدا کوي او بېکاره او وږي کور ته ستنېږي.» دغه ځوان چې په دولتي او خصوصي ادارو کې د کار پر پیدا کولو نه دی بریالی شوی، وايي چې ډېری خلک د بې کارۍ له امله خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلای او د ورځې د واټ پر غاړه کار ته انتظار وي او د شپې په رسټورانټونو کې ويدېږي.

خو د کندز اوسېدونکي وايي، چې اوس د لوستو او نالوستو حالت يو راز دى او هر څوک د واټونو پر غاړو په کار پسې ګرځي، خو دا کار هم ورته نه پیدا کیږي.

خيرالله چې له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کې وي وايي:« دلته هره ورځ راځم، يوه ورځ کار وي او يوه ورځ نه وي. خلک لالهانده او سرګردانه په یوې مړۍ ډوډۍ پسې ګرځي. که کار وي، خلک بهر ته نه ځي. که څوک همدا اوس دلته ډوډۍ راوړي، چور کیږي؛ ځکه چې خلک وږي دي.»

هغه، چې ږیره یې د ژوند تر بار لاندې سپینه کړې، وايي: « دلته په ورځو ورځو درېږم چې څوک مې کار ته بوځي، د نهو کسانو سرپرست یم. زه له طالبانو غواړم چې بې وزلو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. څوک چې واسطه لري، محبس ته یې بیا یې چې کارګري وکړي، خو څوک چې واسطه نه لري، د سړک پرغاړه پراته دي.»

بلخوا، په دغه ولايت کې کسبګر او ماهر کارګران هم له بې کارۍ شکايت کوي. هغوی وايي، خلک کور جوړولو او نورو زینتي کارونو ته زړه نه ښه کوي. شاه مراد چې رنګمال دی، وايي چې په کرايي کور کې اوسېږي او د خپل ژوند لګښتونه نه شي پوره کولای. هغه زیاتوي: «زه رنګمال یم، زه په کرایي کور کې اوسم، یوه ورځ کار پیدا کوم، لس ورځې وزګار یم. د کور له کرایې پورړوی یم. د لسو کسانو سرپرست یم، ځینې شپې ټول وږي ويدېږو. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، کاروبار نشته.»

د کندز اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ولايت کې د کار او روزګار له نشتوالي شکايت کوي، چې د نورو ولايتونو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي. هېوادوال طالبان خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ناکام ګڼي او وايي، چې د دغې ډلې په واکمنېدو سره په افغانستان کې د کار او روزګار فرصتونه له منځه تللي دي.

تر دې وړاندې نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه دوه برابره زیاته شوې ده. د دغه بانک د راپور له مخې، د ځوانانو او ښځو ترمنځ د بې روزګارۍ کچه په اندېښمنوونکي ډول لوړه ده.

د يادونې وړ ده، چې له کاره د ښځو په محرمیت سره د کورنيو په ځانګړي ډول د کندز ولايت د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې زياتې شوې او لسګونه مېرمنې چې د خپلو کورنيو يوازينۍ ګټیالۍ دي، اوس په خورا بې وزلۍ کې شپې او ورځې تېروي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x