د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له پاکستاني بندخونو ۲۱ افغانان خوشې شوې دي.
نوموړي وزارت شنبه د غبرګولي پر ۵مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا کسان هلته د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي وو.
وزارت زیاته کړې چې دغو کسانو د پاکستان کراچۍ ښار په بندخونو کې له ۲۱ تر ۷۱ ورځو پورې تېرې کړې دي.
د یادونې ده چې تېره میاشت هم ۱۵ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي و.
پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د افغانانو نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده.
اړوندې لیکنې :
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
- ریچارد بنټ وایې د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو جنسي تېری شوی
- امريکا يو ځل بيا د طالبانو په بندخونو کې د خپلو وګړو د روغتيايي وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې
- طالبانو د خامه پرېس خبري شبکې خبریال ازاد کړ
- په کندهار کې طالبانو د خبریالانو د ازاد کلب اختصاصي دفتر بیرته نیولی
- افغانان ولې لږ کتابونه لولي؟