روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۹

یو افغان ځوان چې له بېوزلۍ تښتېدلی و په بلغاریا کې د اوبو ښکار شو

یوه سرچینه وايي، یو افغان پناه‌غوښتونکي چې اروپا ته یې د تګ نیت لاره، د بلغاریا په اوبو کې ډوب شوی دی.

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت د ډيپلوماتانو له ډلې یو یې چهارشنبه د سلواغې پر ۲۵مه ویلي چې دا افغان پناه‌غوښتونکی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دغه هېواد په اوبو کې ډوب او مړی یې افغانستان ته لېږل شوی دی.

دا کس عبدالبشیر صفري نومېده او د تخار د مرکز تالقان اصلي اوسېدونکی و. نوموړی ۲۰ کلن و.

هغه څو میاشتې وړاندې د بېوزلۍ او بې‌روزګارۍ له کبله هېواد پرېښی و.

ورته مهال د صفري د کورنۍ غړي هم مني چې د نوموړي مړی یې ترلاسه کړی او سبا یې خاورو ته سپاري.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېرو کسانو د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله پر ستونزمنو او ناقانونه لارو هېواد پرېښی چې ځينې یې له دا ډول ناوړه پېښو سره مخ شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x