د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق وايي، چې په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري.
یونېسف خبرداری ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې د مرستو کمښت د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې مخنیوي په برخه کې شوی پرمختګ ګواښي.
دغه بنسټ د روغتیا په نړۍواله ورځ په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۰زره مېرمنې د مېندوارۍ یا زېږون پرمهال مړې شوې دي؛ چې په هرو دوو دقیقو کې د یوې مېرمنې د مړینې اټکل کېږي.
راپور کې راغلي، چې د بشري مرستو کمښت د نړۍ په ډېرو برخو کې پر اړینو روغتیایي پاملرنو سخت اغېز لري.
راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې له بېړني اقدام پرته به په ګڼو هېوادونو کې مېندواره مېرمنې له سختو پایلو سره مخ شي.
د راپور له مخې؛ اوسمهال د نړۍ د مېندو نږدې دوه پر درېیمه برخه مړینې په هغو هېوادونو کې پېښېږي، چې د جګړو له امله اغېزمن شوي دي.
راپور کاږي، تر ټولو لوړ ګواښونه په چاد او مرکزي افریقا کې دي چې په هرو ۲۴ مېندو کې یوه، ورپسې نایجیریا کې په هرو ۲۵ کې یوه، سومالیا کې په هرو ۳۰ کې یوه او په افغانستان کې بیا په هرو ۴۰ مېندو کې یوه د زېږون پرمهال مري.
دغه بنسټ ویلي، چې د مېندو د مړینې د مخنیوي لپاره بېړنۍ پانګونې ته اړتیا ده.
اړوندې لیکنې :
- معترضې ښځې: د زېږون پرمهال د مېندو مړینه کې زیاتوالی، د طالبانو د ظالمانه پالیسیو پایله ده
- یونېسف: په غزه کې باید د ماشومان د ژوند ژغورنې د بهیر ملاتړ وشي
- د تېرو دوو لسیزو پرمهال په هېواد کې ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند بایللی
- حمیدي: د افغان مېرمنو احتجاج به د جنسیتي توپیر د لمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شي
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟