ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبر ورکړی چې په افغانستان کې له هر درېیو ماشومانو یو یې ښوونځي ته نه ځي.
یونیسف د غویي پر ۳۱مه د خپاره شوي راپور له مخې وویل، چې له دې منځه یوازې ۶۰٪ یې نجونې دي.
دغه سازمان د نړیوال بانک د آسیایي څانګې په همکارۍ د تنکیو نجونو لپاره د ښوونیزو ټولګیو د جوړولو ملاتړ کوي.
یونیسف زیاتوي چې نجونې په افغانستان کې د خپلو زده کړو له حقه محرومې دي او د دې وضعیت د بدلولو لپاره یې چټک زده کړو مرکزونه پرانیستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د خپلو حاکمیت په لومړیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، او په وروستیو کې یې په ځینو ولایتونو کې د محلي ټولګیو تړل هم پیل کړل.
اړوندې لیکنې :
- یونیسف: په افغانستان کې مو له ۷۰۰ زرو زیاتو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې
- په غزني کې د لاسي بم چاودنې د درېیو ماشومانو ژوند واخیست
- بېنټ تر درېیو راتلونکو ورځو پورې د افغانستان په اړه خپل نوی راپور وړاندې کوي
- اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي
- د طالبانو له خوا د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې لا هم له ښوونځي بېبرخې دي
- یونیسف: په افغانستان کې د زدهکړو کیفیت ډېر ټيټ دی