روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۱
: 2

یونیسف: په افغانستان کې د نجونو درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو د ۱۰۰۰ ورځو په تېرېدو سره، هغوی درې میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.د یونیسف اجراییوي رییسې کاترین را سل پنجشنبه د غبرګولي پر۲۴مه، دا ورځ د عطف یو «خواشینوونکی» او اندېښمنوونکی ټکی وباله.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو د ۱۰۰۰ ورځو په تېرېدو سره، هغوی درې میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.

د یونیسف اجراییوي رییسې کاترین را سل پنجشنبه د غبرګولي پر۲۴مه، دا ورځ د عطف یو «خواشینوونکی» او اندېښمنوونکی ټکی وباله.

راسل د طالبانو لخوا له زده کړو او تحصیله د ۱.۵ میلیونه نجونو محرومیت نه یوازې دا چې د زده کړو له حقه ښکاره سرغړونه بللې، بلکې د هغې په ​​وینا، دا چاره د فرصتونو د کمېدو او د نجونو د رواني وضعیت د خرابېدو لامل شوې ده.

نوموړې ټینګار وکړ چې د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاست په ګورت کې نه وي.

د راسل په وینا، دا بندیز به د نجونو پر رواني وضعیت پر منفي اغېزو سربیره، په افغانستان کې بشري ناورینونه هم لا پسې زیات کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي: « ښوونه او روزنه یوازې فرصتونه نه برابروي، له وخته د مخکې ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو پر وړاندې د نجونو ساتنه کوي.»

د نوموړې په وينا، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پر بنديز سربېره، يونيسف د نورو مرستندويو موسسو په همکارۍ په هېواد کې شاوخوا درې ميليونه ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

د یونیسف اجرایوي رییسې څرګنده کړې ده: «موږ له خپلو همکارانو سره په ګډه ۲.۷ میلیونه ماشومان په لومړنیو زده کړو کې ساتو، د ۶۰۰زره ماشومانو لپاره چې دوه پر درېیمه برخه یې نجونې دي، د ټولنې په کچه د زده کړو ټولګي جوړوو او د ښوونیزو بېخ بنسټونو د ساتلو لپاره مو چې هر څه په وس کې وي، ترسره کوو یې.»

دغه بنسټ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

راسل دغه راز نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې یادونه کړې چې افغان نجونې تر بل هر وخت د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د طالبانو  د بنديز له لومړني حکمه زر ورځې او  د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو له حکمه ۶۰۰ ورځې تېرې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x