روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۶

یونیسف: افغانستان کې مو پر سېلاب ځپلو څه باندې زر روغتیايي کڅوړې ووېشلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د افغانستان په شمال کې یې پر سېلاب ځپلو یو زر او ۴۰۰ روغتیايي کڅوړې وېشلې دي. یونیسف دوشنبه د غويي پر ۳۱مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نږدې ورځو کې به پر سېلاب ځپلو نغدې پیسې، خیمې، جامې او روغتیايي توکي هم ووېشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د افغانستان په شمال کې یې پر سېلاب ځپلو یو زر او ۴۰۰ روغتیايي کڅوړې وېشلې دي.

یونیسف دوشنبه د غويي پر ۳۱مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نږدې ورځو کې به پر سېلاب ځپلو نغدې پیسې، خیمې، جامې او روغتیايي توکي هم ووېشي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې په دې روغتیايي کڅوړه کې د صابون په ګډون د کور لپاره ځيني اړین توکي دي.

وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) ویلي چې په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي.

یوناما زیاته کړې چې په دغو سېلابونو کې ۱۸۲ کسان مړه شوي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ښځې او ماشومان په نامتناسب ډول اغېزمن شوي.

د یادونې ده چې د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه بغلان کې د وروستیو خونړیو سېلابونو په پاېله کې څه باندې ۳۱۰ کسان مړه شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x