روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۴

یونیسف: افغانستان د چاودېدونکو توکو له اړخه د نړۍ یو له ترټولو ککړو هېوادونو دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا اعلان وکړ چې افغانستان د نړۍ په کچه په چاودېدونکو توکو یو تر ټولو ډېر ککړ هېواد دی.

سه شنبه ، د سلواغې پر ۱۰مه، یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه بنسټ په روان میلادي کال کې پلان لري چې د ماشومانو په ګډون تر درې میلیونه او۶۰۰ زره خلکو ته د چاودیدونکو مهماتو د خطرونو په اړه پوهاوی وړاندې کړي.

د یونیسف په وینا، د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه خلکو ته د پوهاوي په ورکولو سره به هغوی پوه شي چې څنګه د چاودیدونکو توکو د پاتې شونو له امله د زیانونو او مرګ ژوبلې مخنیوي وکړي.

په تېرو څو لسيزو کې د کورنيو او چريکي جګړو پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې زرګونه ماينونه ښخ شوي او په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندزه ناچاودي توکي پاتې دي.

د ماینونو ایښودل او په خپلو لاسونو له جوړو کړو ماینونو ګټه اخیستنه په تیرو شلو کلونو کې د جګړې د اصلي اړخ په توګه د طالبانو یو له مهمو جګړیزو تاکتیکونو و.

ان له واکمنېدو وروسته، طالب چارواکو د ماینونو اېښودلو په برخه کې د خپلو جنګیالیو ستاینه کړې او دا کار یې د ستاینې وړ مهارت بللی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x