د افغانستان په پخواني جمهوري حکومت کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني ویلي، چې د جرمني د بن په پخواني کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون یوه لویه تېروتنه او نیمګړتیا وه.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د مشرانو جرګې له لوري یوې انلاین غونډې ته چې د «افغانستان د جګړې اروزنې کمېسیون» تر چتر لاندې جوړه شوې وه، وکړې.
هغه زیاته کړې، د هوکړو د پلي کیدو لپاره د څارونکو ادارو نشتوالی او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو د مخنېوي لپاره د مېکانیزمونو نه لرل د بن د وروستۍ غونډې مهمې نیمګړتیاوې وې.
د قانوني په خبره، د افغانستان روان کړکېچ ته په کتو د بن له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې دې حل لارې وموندل شي.
د یونس قانوني سربېره په یاده غونډه کې د پرځېدلي جمهوري نظام یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
محمد عمر داودزی هم له دې ډلې یو و او د خپلې وینا پر مهال یې نیوکه کړې، چې «جمهوریت» د افغانستان لپاره ښه انتخاب نه و او پر خای یې باید شاهي یا هم پارلماني نظام رامنځته شوی وی.
د جمعې په ورځ د (وري ۲۲مه) د امریکا د سنا جرګې دې دویمه علني غونډه کې د «افغانستان د جګړې ارزونې کمېسیون» لخوا د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ کلونو پورې د امریکا جګړه ارزول شوې ده.
په دغه جګړه کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو سربېره لسګونه زره افغانان هم وژل شوي دي.
د امریکا د سنا جرګې په دغه غونډه کې د ځینو ویناوالو پر څرګندونې نیوکې هم شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د محمد عمر داودزي او یونس قانوني هغه څرګندونې غندلې، چې ګوندې جمهوري نظام د متمرکز حکومت له کبله ړنګ شو
اړوندې لیکنې :
- طالبان: د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی
- په اروپايي هېوادونو کې د طالبانو د ډلې غونډه
- د مسکو غونډه د طالبانو د مخالفینو لپاره یو فرصت دی
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- په تهران کې د "مسکو بڼه" غونډه؛ د دوحې په غونډه کې د اغیزو لپاره همغږي
- په کندهار کې چاودنه؛ د طالبانو د يو قوماندان په ګډون شپږ کسان ووژل شول