هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۰۵-۱۴۰۴
تاریخ : ۲۰-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۰۸:۵۶

یوناما: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د جنسيتي توپیر، جبري ودونو، عام محضر کې د سزاګانو ورکولو او د ښځو پر فعالیتونو د پراخو محدودیتونو پېښې زیاتې شوې دي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د جنسيتي توپیر، جبري ودونو، عام محضر کې د سزاګانو ورکولو او د ښځو پر فعالیتونو د پراخو محدودیتونو پېښې زیاتې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې تر د جون تر پایه د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ، ورزش او عامه ژوند په برخه کې نوې بندیزونه لګول شوي دي.

یوناما خبرداری ورکړی، چې بېرته ستنېدونکي افغانان، په ځانګړي ډول د پخواني حکومت کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعین د جدي ګواښونو سره مخ دي.

سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانانو جبري ستنول ودروي او د بیا مېشتېدو لپاره خوندي لارې چارې برابرې کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x