روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۸
: 2

یوسف‌زۍ: افغانستان د طالبانو لخوا اشغال شوی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ښځو د حقونو فعالې ملالې یوسف‌زۍ ویلي چې افغانستان د هغو طالبانو لخوا اشغال شوی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په سوات دره کې موسیقي او ټلویزیون منعه کړي وو.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ښځو د حقونو فعالې ملالې یوسف‌زۍ ویلي چې افغانستان د هغو طالبانو لخوا اشغال شوی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په سوات دره کې موسیقي او ټلویزیون منعه کړي وو.

ډېډلاین ورځپاڼې دوشنبه د زمري پر ۲۹مه راپور ورکړی چې یوسف‌زۍ دا موضوع د «ټیلور سوئیفټ» کنسرټ کې له ګډون وروسته پر خپله انسټاګرام پاڼه بیان کړې ده.

دا کنسرت د لندن په مبلي سټیډیوم کې ترسره شوی دی.

هغې زیاته کړې: « هغو طالبانو افغانستان اشغال کړی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې زما په کلي کې موسیقي او ټلویزیون منعه کړي وو.»

یوسف‌زۍ هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ نجونې وکړای شي خپلو ټولو حقونو ته لاسرسی ومومي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د ملالې یوسف‌زۍ بنسټ د دوحې دریمې غونډې ته د افغان ښځو د نه بلل کېدو په غبرګون کې اعلان وکړ چې ملګري ملتونو د ښځو له حضور پرته یوه «غیرمشروع» غونډه جوړه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x