روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۸
: 1

ګوترېش د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې باید په معنی لرونکې ډول، د ژوند په ټولو برخو کې ګډون ولري.

ګوترېش سې‌شنبه، د کب پر لومړۍ نېټه خپلې اېکس پاڼې کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی او د دغو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشري حقونو د وضعیت په هکله په یوه جلا پیغام کې ویلي چې ډېری افغانان بې وزله دي، د خپل خوراک د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي او له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کار پرته ژوند کوي.

د ګوترېش په وینا، روان کال به د هېواد له نیمایي زیات نفوس مرستو ته اړتیا ولري؛ خو د ملګرو ملتونو د بشري غبرګون طرحې د اړتیا وړ بودیجې له درې سلنې څخه کمه ترلاسه کړې ده.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې د افغانستان په هکله د هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور دوحه کې جوړه شوې وه، د ښځو د وضعیت د خرابوالي، د ټول‌ګډونه حکومت د نه رامنځته کېدو او په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو د نشتوالي یادونه کړې ده.

بلخوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په هکله د ملګرو ملتونو کمیټې په دې وروستیو کې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو تبعیض سیاستونه کیدای شي په جنسي ځورونې بدل شي چې د روم د نړۍوالې جنایي محکمې په اساسنامه کې د بشریت ضد جرم په توګه پیژندل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x