په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازولۍ مرستیاله وایي، چې که طالبان د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي، د یادې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندل به ناممکنه شي.
جورجټ ګانیون وایي، چې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو پرېکړه په افغانستان کې د وضعیت بدلون پورې تړاو لري.
ګانیون چې په افغانستان کې د کار کولو اوږدمهاله تجربه لري د چهارشنبې په ورځ کې وویل، چې د ملګرو ملتونو یو شمېر غړو هېوادونو او د امنیت شورا غړو په وار – وار سره ویلي، چې په افغانستان کې اساسي ستونزو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته د رسېدګۍ په برخه کې د طالبانو په سیاستونو کې باید بدلون رامنځته شي.
نوموړې دغه راز زیاته کړه: «لکه څنګه چې مې وویل وضعیت ننګونکی دی. فکر کوم هغه اعلامیې چې خپرې شوي دا موضوع په کې روښانه ده، چې که دا وضعیت دوام وکړي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه به ستونزمن وي.»
ګانیون ویلي، چې یادو محدودیتونو ښځو او ماشومانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو یادې لوړپوړې چارواکې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د طالبانو په سیاستونو ځورېږي او ټينګار یې وکړي، چې د دې ستونزو د پایته رسېدو لپاره باید هڅې زیاتې شي.
هغې وویل، چې طالبانو کورنیو او بهرنیو اندېښتو ته ځواب نه دی ورکړی او دې ته یې یوه حل لاره پیدا کړې نه ده.
سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه څه باندې درې کلونه تېر شوي، نه یوازې د دغې ډلې په سخت دریځیو کې کموالی نه دی راغلی، برعکس زیات شوی هم دی.
اړوندې لیکنې :
- زلمی خلیلزاد طالبانو ته: له ښځو سره چلند د سوریې له نویو واکمنو زده کړئ
- ایا جمهوری غوښتونکي د طالبانو له مخالفینو څخه ملاتړبه وکړي؟
- پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي
- په نوي ډیلي کې د ۲+۲ غونډه؛ امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- په کابل کې د کور په کور پلټنې دوام؛ له طالبانو سره ښځینه پولیس نشته