روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۸
: 2

کونړ کې یو طالب جنګیالی د یوې ښځې د تښتونې په تور ووژل شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کونړ کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو طالب جنګیالی چې د یوې مېرمنې په تښتونې تورن و د هغې د لېوره له لوري وژل شوی دی.

کونړ کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو طالب جنګیالی چې د یوې مېرمنې په تښتونې تورن و د هغې د لېوره له لوري وژل شوی دی.

یوې باوري سرچينې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د «محمود» په نوم دا طالب جنګیالی تېره ورځ «یکشنبه، ۷ د زمري» د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د طالبانو د محکمې مخې ته وژل شوی دی.

سرچینې ویلي، دې طالب جنګیالي څه موده وړاندې د کونړ له غازي اباد ولسوالۍ څخه یوه مېرمن تښتولې وه او د هغې خاوند یې هم وژلی و چې وروسته يې قضیه د کونړ محکمې ته تللې وه.

سرچینه وایي، محمود غوښتل چې د کونړ د مرافعې محکمې پرېکړه په خپله ګټه پای ته ورسوي او د قتل په قضیه کې برأت تر لاسه کړي او ښځه هم له ځانه سره وساتي.

سرچینه زیاتوي، د محمود په نوم دا طالب جنګیالی له محکمې څخه د وتلو پر مهال د تښتول شوې ښځې د لېور (د مېړه ورور) له لوري د محکمې مخې ته په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې د طالب جنګیالي د قاتل په تړاو څه نه دي ویلي چې د طالبانو له لوري نیول شوی که په تېښته بریالی شوی.

تر اوسه د دغې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې چې شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د کونړ په پېج درې ولسوالۍ کې یوه سیمه‌ییز طالب قوماندان چې د یوه ځایي اوسېدونکي کور ته ور اوښتی و د کورنۍ د غړو له لوري په ډزو وژل شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x