کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د زهرجنو خوراکي توکو د خوړلو له امله درې ماشومان مړه شوي.
سرچینه وایي، دا پېښه نن شنبه، ۲۴ د غبرګولي، سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابړو» سیمه کې را منځته شوې.
سرچینه وایي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې څلور ماشومان د هندواڼو پالېز ته ورغلي او هلته د کروندګر له لوري د موږکانو په زهري مواد ککړ چپس یې خوړلي دي.
سرچینه زیاتوي چې له دې ماشومانو څخه دوو تنو د کونړ په ولایتي روغتون کې او یوه بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ساه ورکړې او یو بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په زهري موادو د ککړو خوراکي توکو د خوړلو له امله ګڼ کسان مړه او مسموم شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- یونیسف: افغانستان د چاودېدونکو توکو له اړخه د نړۍ یو له ترټولو ککړو هېوادونو دی
- طالبان: په بغلان کې مو له سېلاب ځپلو سره د خوراکي او ځينو نورو توکو مرسته وکړه
- د خوړو پروګرام: په افغانستان کې مو له ۱۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه
- کونړ کې د داعش برید له امله د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي
- نورستان کې د شري ناروغۍ له امله درې ماشومان مړه شوی
- پاکستاني پوځیانو د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي