روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۲

کونړ کې د داعش برید له امله د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري د طالبانو پر رنجر موټر برید شوی، چې له امله یې د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط  وویل، چې دا برید پرون شنبه، ۱۴ د تلې، مازدیګر مهال د څوکۍ ولسوالۍ اړوند «دېوه ګل» دره کې شوی دی.

کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري د طالبانو پر رنجر موټر برید شوی، چې له امله یې د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

 

یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط  وویل، چې دا برید پرون شنبه، ۱۴ د تلې، مازدیګر مهال د څوکۍ ولسوالۍ اړوند «دېوه ګل» دره کې شوی دی.

 

سرچینه وايي، دا پېښه د داعش ډلې له لوري د سړک پر غاړه د یوه ځاي پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې د طالبانو رنجر موټر یې خپل هدف ګرځولی دی.

 

پر اېکس پاڼې په یوې خپرې شوې وېډیو کې هم لیدل کېږي، چې د داعش ډلې د وسله والو له لوري د طالبانو یو رنجر ډوله موټر د یوه ځای پرځای شوي ماین ښکار ګرځي.

 

داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی؛ خو تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د داعش ډلې وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې له دوو کسانو چې دغې ډلې د طالبانو په ملاتړ تورن کړي وو سرونه پرې کړي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x