کندهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت د ښار په پنځمه ناحیه کې د استعمال شویو توکو په یوه بازار کې د اورلګېدنې له امله هټۍ والو ته نږدې ۵۰۰ لکه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
کندهار کې د طالبانو د اطفایې مدیریت مسوولین وایي، دا اورلګېدنه نن چهارشنبه، ۲۵ د تلې، سهار ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند په «بوش بازار» کې رامنځته شوې.
د دوی په وینا، چې په اورلګېدنې کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی، خو ۱۳ هټۍ والو ۴۸ میلیونه دوه لکه او ۸۰ زره افغانۍ زیان رسیدلی دی.
ورته مهال کندهار کې د «بوش بازار» یو تن هټۍ وال د اوښتي زیان د تایید ترڅنګ وایي، چې په یاد بازار کې د امریکا، جاپان، چین، دوبۍ او نورو هیوادونو څخه راوړل شوي مستعل یا دویم لاس توکي پلورل کیدل.