د کاناډا پولیسو ویلي چې د سیکانو د یو مهم فعال هردیپ سینګ نجار د وژل کېدو په تړاو یې درې هنديان نیولي دي.
د کاناډا پولیسو جمعه د مې پر ۳مه د درېیو نیول شویو کسانو نومونه ۲۸ کلن کرن پریت سینګ، ۲۲ کلن کامال پریت سینګ او ۲۲ کلن کرن برار اعلان کړي دي.
د کاناډا تبعه سینګ نجار د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کاناډا د بريټېش کولمبیا ایالت وینکوور ته نږدې د سیکانو له یو معبد څخه بهر د دوو نقاب پوښانو له خوا ووژل شو.
د کاناډا پولیسو یو چارواکي ماندیپ موکر د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: «موږ د هند له حکومت سره د هغوی د احتمالي اړیکو د څېړنې په حال کې یو.»
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو مخکې ویلي و چې «معتبرې ادعاوې» شته چې د هند استخبارات د سیکانو بیلتون غوښتونکي فعال هردیپ سینګ نجار په وژنه کې لاس لري.
ورته مهال، هند دا ټول تورونه بېبنسټه بللي دي.
اړوندې لیکنې :
- په سمنګان کې طالبانو اته کسان د حزبالتحریر د غړیتوب په تور نیولي
- طالبانو په غور کې درې کسان د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیولي
- په غزني کې طالب جنګیالیو درې کسان د «روژېخوړلو» په تور نیولي
- طالبانو په کابل کې د یو پخواني جنرال په ګډون درې کسان نیولي
- طالبانو په هرات کې دوه کسان په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو په تور نیولي
- کابل کې په شپږو میاشتو کې دوه زره جنايي قضیې؛ طالبان: تر دوه زرو زیات کسان مو نیولي