د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان د مسایلو په اړه له امریکا او اروپایي هېوادونو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي، د دې همکارۍ لپاره امریکا او لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه تصمم ونیسي.
ضمیرکابلوف د روسيې له ریانووستي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «که امریکا د افغانستان د وضعیت، سیاسي حل لارو او بشري مرستو په اړه روسیې سره خبرې وکړي، نو مسکو ستونزه نه لري چې د واشنګټن سره دې برخه کې همکارۍ وکړي.»
بلخوا بیا د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په یوې جلا مرکه کې ویلي، چې روسیه چمتو ده، چې د طالبانو سره د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
کابلوف زیاته کړې، چې روسیه او طالبان په بېلابېلو برخو کې پراخه همکاري لري او ټینګار یې کړی، چې مسکو په روسیه کې د طالبانو سفیر د رسمیت پېژندنې وړاندیز کړی دی. نوموړی وايي چې اوس په دې اړه د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي.
د هغه په وينا، د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم په لرېکېدو سره د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې خنډونه له منځه تللي دي.
اړوندې لیکنې :
- مولوي عبدالکبیر: د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي
- ناریشکین: امریکايي او بریټانوي استخباراتي سازمانونه د افغانستان د بې ثباته کېدو لپاره له…
- د امریکا نوې تګلاره؛ واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قونسلګري خدمتونو بیاپیل…
- د وېسټ سفرونه؛ طالبان: هېوادونه دې په افغانستان کې پرمختګونو ته پام وکړي
- پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي
- پوتین د کورسک د بېرته نیولو لپاره برید ته چمتو دی