روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۸

کابلوف: روسیې طالبانو ته د دغه هېواد په ستر اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې طالبانو ته یې په خپل ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.رویټرز خبري اژانس دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه د کابلوف په حواله راپور ورکړی چې طالبانو ته د جون له ۵ تر ۸مې د سېنت پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه لېږل شوې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې طالبانو ته یې په خپل ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

رویټرز خبري اژانس دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه د کابلوف په حواله راپور ورکړی چې طالبانو ته د جون له ۵ تر ۸مې د سېنت پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه لېږل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې افغان مشران په دودیز ډول د تېلو تولیداتو له پېرلو سره لېوالتیا لري.

سېنت پيټرزبورګ اقتصادي فورم چې یو مهال د لویدیځ اجرایوي رییسانو او د لندن او نیویارک پانګوالو کوربه و، د اوکرایین له جګړې راوروسته یې پام وړ بدلون کړی.

د یادونې ده چې په مسکو کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر جمال ناصر غروال په ۲۰۲۲ کال کې هم د سېنت پیټرزبورګ په پنځه ویشتم اقتصادي فورم (SPIEF) کې ګډون کړی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.

له دې وړاندې کابلوف ویلي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته وړاندیز کړی چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د بیاځل واکمنېدو راهیسې د رسمیت پېژندنې پر لور اوږده لار کچ کړې؛ خو زیاته کړې ده: «لا هم ځيني خنډونه شته، باید پرې برلاسي شو او وروسته به د روسیې مشرتابه پرېکړه وکړي.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x