د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته وړاندیز کړی چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
کابلوف دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه ټاس خبري اژانس ته ویلي چې له دغې چارې د روسیې ځینو دولتي بنسټونو ملاتړ کړی دی.
د نوموړي په وینا، طالبانو د بیاځل واکمنېدو راهیسې د رسمیت پېژندنې پر لور اوږده لار کچ کړې؛ خو زیاته کړې ده: «لا هم ځيني خنډونه شته، باید پرې برلاسي شو او وروسته به د روسیې مشرتابه پرېکړه وکړي.»
د یادونې ده چې مسکو له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي؛ خو لا یې طالبان په رسمیت پېژندلي نه دي.
روسیه پرلپسې په افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت ټينګار کوي.
څه موده وړاندې کابلوف ویلي و چې طالبان د روسیې دوښمنان نه دي او اړیکې یې ورسره مخ په زیاتېدو دي.
اړوندې لیکنې :
- کابلوف: ډېر ژر به په روسیه کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسو
- د روسیې جګپوړې سرچینې؛ پوتین به په اوکراین کې د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز ونه مني
- کابلوف: روسیې طالبانو ته د دغه هېواد په ستر اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې
- د اشرف غني د یوې وزیرې احمقانه وړاندیز
- ایا پاکستان د ترهګرو له اېتلاف سره مخ دی؟
- ګلوب اېند مېل: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی