۲۸ غويی، هغه ورځ چې د افغانستان په تاریخ کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه ثبت شوې، د هیواد د ملي حاکمیت د تحقق نښه ده، که څه هم د افغانستان رسمي خپلواکي له بریتانیې څخه په ۱۹۱۹ کال کې ترلاسه شوه.
د افغانستان ښځې په دې لاره کې، که څه هم غیر رسمي او محدود رولونه درلودل، خو په کورنیو او ځینو ټولنیزو غونډو کې یې په فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې فعال ګډون درلود.
د افغانستان ښځې د خپل هیواد د استقلال د مبارزو په ترڅ کې د بریتانیې د استعماري ځواکونو پر وړاندې برخه اخیستې او د سړیو ترڅنګ یې د هیواد د خاورې دفاع کړې ده.
هغوی په بېلابېلو جبهو کې فعالیت کړی، او دا ګډون د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې د ښځو د ژمنتیا او فداکارۍ څرګندونه کوي او د ملي حاکمیت په تحقق کې یې مقام ټینګوي.
د ملکې ثریا دور، د شاه امانالله خان میرمن، د افغانستان په تاریخ کې د نجونو د زدهکړې د پرمختګ یو له مهمو مرحلو څخه وه. هغې په کابل کې لومړۍ د نجونو مکتب پرانیست او د «ارشاد النسوان» په نامه مجله یې خپره کړه، چې د ښځو د زدهکړې او پوهاوي د لوړولو زمینه یې برابره کړه.
هغې په بهرنیو سفرونو کې هم د افغانستان د ښځو وضعیت معرفي کړی او د دې د ښه کولو هڅې یې کړې. په دې دوره کې د ښځو لپاره تعلیمي او فرهنګي پروګرامونه جوړ شوي، او ځینې ښځې پوهنتونونو او دولتي دندو ته داخلې شوې.
خو دا پرمختګونه په عمده توګه یوازې په لویو ښارونو محدود وو، او په کلیوالو او دودیزو سیمو کې د نجونو زدهکړه ډیر لږ ممکنه وه.
د شاه امانالله خان په حکومت کې د ښځو لپاره تعلیمي اصلاحات پیل شول، او افغانستان نجونې حتی د زدهکړې د دوام لپاره بهر ته واستول شوې.
خو د دې حکومت د سقوط سره، ډیری اصلاحات ودرېدل او د ښځو د زدهکړې وضعیت بېرته پخواني حالت ته ستون شو. په راتلونکو لسیزو کې د ښځو د وضعیت د ښه کولو هڅې وشوې، خو فرهنګي او ټولنیزې محدودیتونه او ستونزې لاهم د پراخ پرمختګ مخه نیوله.
د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې، ۱۹۹۶–۲۰۰۱، د نجونو زدهکړه په بشپړه توګه ممنوعه شوه او ښځې له ډیرو لومړنیو حقوقو محرومې شوې. د طالبانو د بیا واکمنۍ په ۲۰۲۱ کال کې، پر ښځو سخت محدودیتونه ولګېدل.
هغوی له لوړو زدهکړو، کار کولو، عامه ځایونو ته د تګ او د بیان آزادۍ څخه محرومې شوې. د بشري حقونو سازمانونه دا اقدامونه د بشر د حقونو صریح سرغړونه او د جنسیتي تبعیض په توګه ګڼي.
خو سره له دې محدودیتونو، د افغانستان ښځې د ډیجیټل ټیکنالوژۍ په کارولو، پټې تعلیمي او فرهنګي شبکې جوړې کړې او لاهم د خپلو حقوقو د ساتنې لپاره هڅه کوي.
د افغانستان تاریخ د ښځو د دوامداره هڅو څرګندونه کوي، څو برابر حقوق ترلاسه کړي او خپل وضعیت ښه کړي.
د هیواد د استقلال په پراگرامونه کې د ګډون څخه نیولې تر دې چې د ملکې ثریا فعالیتونه د زدهکړې د پراختیا لپاره، د افغانستان ښځې تل د ټولنیزو او فرهنګي بدلونونو په لومړۍ کرښه کې وې.
سره له موجودو ستونزو او محدودیتونو، د افغانستان د ښځو عزم او اراده د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره لا هم ټینګه پاتې ده.