په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازولۍ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په هکله د یوې ناستې جوړېدو خبر ورکړی دی.
دا ناسته چې سېشنبه د کب پر ۲۲مه په ملګرو ملتونو کې جوړه شوې وه، یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د اطلاعاتو د وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازولۍ په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې افغان ښځینه خبریالانې هره ورځ د ظلم پر وړاندې مبارزه کوي
او د رسنیزې محتوا د تولید لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
د دې ناستې ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.
د ویلو ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنيو پراخ بندیزونه لګولي او لسګونه خبريالان يې نیولي، بنديان او شکنجه کړي دي.
پر دې سربېره، د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د مارچ پر اتمه ویلي و چې له نیمايي زیات هېواد کې د ښځو غږ خاموش دی.
د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې او رسنۍوالې کارکوونکې فعالیت نه کوي.
اړوندې لیکنې :
- محسن داوړ: د پښتنو د حقونو لپاره، لومړی باید د طالبانو په وړاندې مبارزه وشی
- اروپايي ټولنه: د افغانستان ښځینه او نارینه ښوونکي د ستاینې وړ دي
- یوناما: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
- ملا یعقوب: امریکا دې د افغانستان پر وړاندې د خنډ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي
- په طالبانو واکمن افغانستان کې د ډیموکراسۍ پر وړاندې لویې ننګونې
- بېنټ تر درېیو راتلونکو ورځو پورې د افغانستان په اړه خپل نوی راپور وړاندې کوي