د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې میلیونونو خلکو ته خوراکي او نغدي مرستې رسولي دي او د دغه بهیر د دوام لپاره مالي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي سازمان جمعه د غبرګولي پر ۴مه د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې د هېواد له خلکو سره د شویو مرستو د اندازې په هکله خپل نوی راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۷.۲ میلیونه کسانو سره د خوراکي او نغدو پیسو مرسته شوې ده.
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې له هرو درېیو څخه یو یې وږي دی او که د اړتیا وړ بودجه ورته برابره نه شي، په افغانستان کې به د وږو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیات شي.
دغه بنسټ ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره (له مې څخه تر اکټوبر پورې) افغانستان د روان کال د ژمي د پوښښ لپاره ۶۰۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
نوموړي سازمان په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو مالي ملاتړان یاد کړي چې امریکا متحده ایالات، انګلستان، سویډن، سویلي کوریا او په کاناډا، اسټرالیا، فنلنډ او جاپان کې یوشمېر خصوصي بنسټونه دي.
ورته مهال، ډبلیواېفپي یادونه کړې چې د سازمان کار او معیشت د رامنځته کولو پروګرام له خلکو، په ځانګړې توګه ښځو سره د اوسني ناورین پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کړې ده.
دا سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د مرستو د کمښت له امله لږترلږه ۱۰ میلیونه اړمن کسان د مرستو د ترلاسه کوونکو له لېست څخه وباسل.
د خوړو نړۍوال پروګرام د روان کال لومړیو کې په افغانستان کې د خپلو بشري فعالیتونو د دوام لپاره د ۱.۹۸ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي
- یونیسف: په افغانستان کې تر۱۲ میلیونه زیات ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري
- د هېواد په پنځو ولایتونو کې سېلابونه؛ د مړو شمېر شاوخوا ۲۴۰ کسانو ته ورسېد
- طالبان: په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته پورته شو
- په افغانستان کې د اسټرالیا پوځ د جنګي جرمونو افشاکوونکی له پنځو کلونو په زیات بند محکوم شو
- متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري