د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیائو یونګ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي څخه غوښتي چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د ځای او وخت یادونه نه ده شوې، خو ټاکل شوې چې دا غونډه په ترکمنستان کې جوړه شي.
د چین ځانګړي استازي ترکمنستان ته د خپل سفر پرمهال د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د پنځمې غونډې د تدارکاتو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د چین ځانګړي استازي ټینګار کړی چې امیر خان متقي باید د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د تکل په وینا، د چین استازي له متقي سره د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د چارو په اړه خبرې کړې دي.
متقي له چین سره د طالبانو اړیکه مثبته بللې او د دواړو اړخونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې د راغلو بدلونونو ستاینه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ویاند په وینا، د چین ځانګړي استازي هم د کابل او پکن ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې بدلونونه مثبت بللي دي
اړوندې لیکنې :
- په افغانستان کې د نشه یی توکو ناورین؛ د دې ناوړه پدیدې د راپورته کیدو لامل، جګړه او د بهرنیو…
- د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې رییس: زر ښځینه بندیانې لرو
- طالبان او د افغانستان د خلکو استثمار
- طالبان ولې د افغانستان له ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې نه شي ساتلی؟
- د مقاومت شورا: طالبان د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران