پاکستاني پولیسو ویلي چې د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د یوې چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د جيونيوز د راپور پر بنسټ، دا چاودنه یکشنبه د مارچ پر ۱۰مه د «پېښور بورډ» بازار ته څېرمه شوې ده.
د پېښور د پوليسو يو چارواکي کاشف افتاب عباسي وويل: «دا چاودنه د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال وشوه. درې کسان د چاودېدونکو توکو د لېږد په حال کې وو چې دوه کسان یې په چاودنه ووژل شول او یو بل ټپي شو.»
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی؛ خو د ټيټيپي په تېرو دوو کلونو کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
تېر کال د ډېسمبر پر شپږمه هم په پېښور کې د يوه ښوونځي سره نږدې د ماين چاودنې له کبله پنځه زدهکوونکي ټپيان شول.
اړوندې لیکنې :
- په خيبرپښتونخوا کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کې ۱۶ کسانو ته مرګژوبله واوښته
- په میدانوردګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله واوښته
- د هېواد په څلورو ولايتونو کې د سېلابونو له کبله درېیو کسانو ژوند بایللی
- په غزني کې د لاسي بم چاودنې د درېیو ماشومانو ژوند واخیست
- په غزني کې يوې ترافیکي پېښې ۲۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله
- په زابل کې د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې