پکتیا کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کیدو په پیښه کې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې ځايي سرچينو وایی، چې دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ یکشنبه، ۱۷ د چنګاښ/ سرطان، د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند «زرکونه کنډو» سیمه کې د یو پیکپ موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.
سرچینې زیاتوي، په دې پیښه کې يوه ښځه مړه شوې او د موټر چلوونکي په ګډون څلور نور سپاره کسان ټپيان دي.
د يادې پېښې او ټپيانو په تړاو نور جزيات نه دي ورکړل شوي او نه هم د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه ويلي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پیښو کچه لوړه شوې چې تر ډیره یې لامل بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.
اړوندې لیکنې :
- په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل څه دی؟
- هلمند د مځکې پر سر د شخړې له امله یو دیني عالم وژل شوی
- ټربیون: افغان طالبانو د زیاتېدونکي فشار له امله د ټيټيپي یو شمېر غړي ونیول
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- ماډرن ډيپلوماسي: طالبان د خپلمنځي اختلافاتو او ناکامې حکومتولۍ له امله سقوط ته نږدې دي