روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۵
: 2

پوتین د کورسک د بېرته نیولو لپاره برید ته چمتو دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي ای اې» مرستیال ډېوېډ کوهن وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لخوا د کورسک د نیول شوې سیمې د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي ای اې» مرستیال ډېوېډ کوهن وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لخوا د کورسک د نیول شوې سیمې د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي.

کوهن چهارشنبه، د اګسټ پر ۲۸مه، په یوه امنیتي غونډه کې ویلي دي چې د روسیې ځواکونه به د دې سیمې د بېرته نیولو لپاره له «سختې مبارزې» سره مخ شي.

هغه زیاته کړې: «پوتین باید نه یوازې له دې واقعیت سره مخ شي چې اوس په روسیه کې د جګړې لومړۍ کرښه جوړه شوې او باید له هغې سره مقابله وکړي، بلکې په خپله ټولنه کې باید له دې مسألې سره هم مخ شي چې د روسیې یوه برخه یې له لاسه ورکړې ده.»

د رویټرز د راپور له مخې، د سي ای اې مرستیال ویلي چې کېیف له خپلې خاورې سره د نیول شویو سیمو د یو ځای کولو هڅه نه کوي، خو د اوکراین ځواکونه په کورسک کې د دفاعي کرښو جوړولو په حال کې دي.

د دغه امریکایي استخباراتي چارواکي په باور، پر کورسک د اوکراین نفوذ د جګړې وضعیت بدل کړی دی.

کېیف اعلان کړی چې د اوکراین ځواکونو د کورسک په سیمه کې د استوګنې شاوخوا ۱۰۰ سیمې نیولي دي.

له بلې خوا، د روسیې ځواکونو هم د اوکراین د ختیځ په دونتسک سیمه کې پرمختګ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې مسکو اعلان کړی و چې د کورسک پرسیمه د اوکراین له برید وروسته، نور د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لاره نشته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x