روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۴۸

په کونړ کې غر ښویېدنې د یوې کورنې دوه غړي مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کونړ کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د غر ښویېدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند بایللی دی.په کونړ کې پېښو ته د چمتوالې ادارې رییس ثابت‌الله صدیقي ویلي چې دا پېښه دوشنبه د وري پر ۲۷مه له غرمې وړاندې وټه‌پور ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

په کونړ کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د غر ښویېدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند بایللی دی.

په کونړ کې پېښو ته د چمتوالې ادارې رییس ثابت‌الله صدیقي ویلي چې دا پېښه دوشنبه د وري پر ۲۷مه له غرمې وړاندې وټه‌پور ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي چې په دې پېښه کې یوې مور او یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاتوي چې د دغې پېښې په پاېله کې یادې کورنۍ ته د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیان هم اوښتی دی.

د راپورونو په حواله، په کونړ کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. دغه راز په دغه ولایت کې ځینې لارې هم د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په فراه کې هم سېلابونو پنځه کسان مړه کړي او ۹۵ کورونه یې له منځه وړي دي.

په ننګرهار کې هم سېلابونو د دوو ماشومانو ژوند اخیستی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x