په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یو جګپوړی قوماندان په ګډون درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سیمهییزو سرچینو سهشنبه د لیندۍ پر ۱۳مه، ویلي چې دا پېښه د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې د پاکستاني طالبانو تحریک لوړپوړی قوماندان شاهد عمر باجوړی له دوو نورو کسانو سره وژل شوی او د دغه غورځنګ دوه نور جنګیالي ټپيان دي.
د سرچینو په وینا، دا نښته هغه مهال پيل شوه چې د افغان طالبانو یوه پخواني غړي د ټيټيپي غړو ته میلمستیا کړې وه چې کوربه کس پر دغو جنګیالیو ډزې کړي او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.
سرچینو زیاته کړې چې په کونړ کې ځايي طالبانو د دغه کس د نیولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.
دا روانه اوونۍ په کونړ کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ څلورم غړی دی چې وژل کېږي.
د روانې اوونۍ پر یکشنبې ناڅرګندو وسلهوالو د کونړ شلطن ولسوالۍ اړوند په «چوګام» سیمه کې د ټيټيپي د یوه غړي پر کور برید کړی و.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په پکتیکا کې یو پخوانی قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی
- کونړ کې د یوې کورنۍ د اته غړو مسمومیدل؛ درې تنه مړه او پنځه روغتون ته انتقال شوي
- کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- طالبانو کونړ او نورستان کې ځوانان په تېر حکومت پسې منفي تبلیغاتو ته اړ کړي
- کونړ کې د داعش برید له امله د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي