روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۱

په کندهار کې یو هلک ځان‌وژنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو زلموټي ځان‌وژنه کړې ده. دا پېښه چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې شوې ده. دا هلک سېد احمد نومېده او ۱۴ کلن و.

په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو زلموټي ځان‌وژنه کړې ده.

دا پېښه چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې شوې ده.

دا هلک سېد احمد نومېده او ۱۴ کلن و.

د سرچینو په خبره، سېد احمد د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی دی. نوموړي له خپل پلاره پيسې غوښتې وې؛ خو هغه ورکړې نه دي چې له همدې کبله یې پر ځان‌وژنې لاس پورې کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی او زیاته کړی ده چې نوموړي له خپل پلار سره تر لانجې وروسته ځان‌ وژلی دی.

د یادونې ده چې د تېر اختر په شپو ورځو کې په بدخشان کې څلورو نجونو د ځان‌وژنې هڅه کړې وه.

یادې نجونې په وخت روغتون ته رسول شوې وې چې تر درملنې وروسته له مرګه وژغورل شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x