روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۹

په کندهار کې چاودنه؛ د طالبانو د يو قوماندان په ګډون شپږ کسان ووژل شول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کندهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یو ځای ‌پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د یو طالب قوماندان په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا چاودنه دوشنبه د غويي پر ۳۱مه سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې د کندهار ښار په «کابل اډه» سیمه کې شوې ده.

د کندهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یو ځای ‌پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د یو طالب قوماندان په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا چاودنه دوشنبه د غويي پر ۳۱مه سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې د کندهار ښار په «کابل اډه» سیمه کې شوې ده.

د سرچينې په خبره، دغه ماين په يوې «کراچۍ» کې ځاى پر ځاى شوى و.

ورته مهال د کندهار د طالبانو امنيه قومندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او درې نور تپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د وري پر ۲مه هم د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د ځانمرګي برید پایله کې د پنځو طالب چارواکو په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان وو.

داعش ډلې د کابل بانک د ولایتي دفتر مخې ته د برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې بریدګر د طالبانو د شاوخوا ۱۵۰ غړو په منځ کې ځانمرګی برید کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x