روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۴۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۴۰

په کندهار کې طالبانو د خبریالانو د ازاد کلب اختصاصي دفتر بیرته نیولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په دغه ولايت کې د خبريالانو د ازاد کلب اختصاصي دفتر بېرته نيولی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په دغه ولايت کې د خبريالانو د ازاد کلب اختصاصي دفتر بېرته نيولی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز دوشنبه د چنګاښ پر ۱۸مه، په یوې خپره کړې اعلامیې کې ويلي، د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په دغه ولايت کې د خبريالانو له ازاد کلب څخه غوښتي څو هغه دفتر چې شاوخوا ۱۰ کاله د خبریالانو په اختیار کې و، تخلیه کړي.

په کندهار کې سرچينو دغه مرکز ته ويلي چې د دفتر د تخلیې امر د کندهار د خبریالانو د کلب استازي ته استول شوی او خبريالان دې ته اړ شوي چې دا ځای پرېږدي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاتوي چې د ځای له کمښت سره مخ دي او ټاکل شوې چې له دې تالاره د موزیم لپاره کار واخلي.

ورته مهال، په کندهار کې خبريالان وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د رسنيو ټولنې کاري محدوديتونه او اقتصادي ستونزې زياتې شوي او د دغه دفتر شتوالی د دوى لپاره ګټور و.

د دوی په خبره، د دغه ولایت د خبریالانو کلب (کندهار پرېس کلب) یوه سیمه‌ییزه خپلواکه اداره ده چې په ۲۰۰۸ کال کې د دغه ولایت د خبریالانو د مرستې او همغږۍ په موخه جوړه شوې ده.

د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

په تازه پېښه کې د لغمان د طالبانو استخباراتو ریاست کارکوونکو په دغه ولایت کې د «کاوون غږ» سیمه‌ییزه راډیو وتړله.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x