روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۳۴
: 1

په کندهار کې د وسله‌والو پېښو دوام؛ ناپېژاندو وسله‌والو یو سړی وواژه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په کندهار ولایت کې یو کس پر ډزو ویشتی چې په ترڅ کې یې هغه ژوند بایللی دی. سرچینې  ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه شپه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په «پوپل‌شاه» بازار کې شوې ده. وژل شوی کس عطامحمد نومېده او د یوې لارۍ چلوونکی و.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په کندهار ولایت کې یو کس پر ډزو ویشتی چې په ترڅ کې یې هغه ژوند بایللی دی.

سرچینې  ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه شپه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په «پوپل‌شاه» بازار کې شوې ده.

وژل شوی کس عطامحمد نومېده او د یوې لارۍ چلوونکی و.

تر اوسه د دې سړي د وژنې لامل نه دی معلوم.

د کندهار د طالبانو امنیې قومندانۍ هم دا پېښه منلې او په هکله یې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو او هدفي وژنو شمېر ډېر شوی دی.

د تېرکال د لړم پر ۷مه هم ناپېژاندو وسله‌والو په کندهار کې يو کس وواژه.

2 1 vote
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x